٢– هغه څوک چې د پيسو لپاره واده کوي، په اصل کې نوکري ته ځي. (فرانسوي متل)
۳- د زوم تکړه والی دهغه د مټ د وړتيا پورې ده. (چينايي متل)
۴- هغه ښځه نېکبخته ده، چې د خپل مېړه مننونکې وي. (يونانی متل)
٥- عقلمنده يا پوهه ښځه د بې پيسو زوم سره ښه جوړيږي. (انګرېزي متل)
٦- مطيع ښځه د خاوند د زړه مننونکې ده. (انګرېزي متل)
٧- ښځه او مېړه که يو بل خوښوي نو په يوې ويجاړې ګنډوالې کې هم ژوند کولی شي. (آلماني متل)
٨ – بدرنګه او پوه يا عاقل زوم د تنبل ښکلي زوم څخه ښه ده. (لهستانی متل)
٩- پوه انجلۍ غريب ځوان ته د شتمن زوړ په پرتله لوړاوی ورکوي. (اېټاليايي متل)
١٠ –چې زوم نه شولې نو د يوې شپې د خوښۍ او د عمر د بد اخلاقۍ څخه محروم شوی يې. (فرانسوي متل)
١١- دوه ډوله ښځې شته دي، چې د يوې سره شتمن کيږي او له بلې سره دې غريبي لمن نيسي. (اېټاليايي متل)
١٢- د يو شي د اخيستلو په مهال د هغه نورو برخو ته هم ښه وګوره او د ښځې کولو په مهال د هغې (ناوې) د مور په اړه ښه پلټنه وکړه. (ازربايجاني متل)
١٣- د ښځې د پيداکولو لپاره د يوه پايزار زړول ارزي. (چينايي متل)
١٤- تاک د ښې ځمکې څخه او ښه انجلۍ د ښې مور څخه وټاکه . (چينايي متل)
١٥- که غواړې چې دخپل مېړه واک په لاس کې ونيسې د هغه د خېټې اختيار ونيسه.
(هسپانيايي متل)
١٦- که چېرې ښځې وغوښتل چې د پيسو لپاره د هغې خاوند شې ، له هغې سره واده وکړه، خو خپلې پيسې ورڅخه لرې وساته. (ترکي متل)
١٧- واده د ژوندانه د مهمو او ارزښتناکو قرادادونو څخه شمېرل کيږي. (ماری آمپر)
١٨- واده د هنډوانې په څېر ده، چې کله ډېره ښه وي او کله بيخي خرابه. (هسپانيايي متل)
١٩- زر واده کول غټه تېروتنه ده او ډېر په ځنډ واده کول تر ټولو ستره تېروتنه ده. (فرانسوي متل)
٢٠- واده کول او واده نه کول دواړه د پښېمانۍ سبب ګرځي.. (سقراط)
٢١- واده د يوې جنګي نقشې په ډول ده، که په کې ډېره کوچنۍ تېروتنه هم وشي، د هغې جبران کول به نا ممکن وي. (بورنز)
٢٢- کوم واده چې د پيسو لپاره کيږي هغه د پيسو لپاره له منځه هم ځي.(رولاند)
٢٣- واده کول تل مينې ته د پای ټکی کېښودل دي. (ناپليون)
٢٤- که څوک د خپل ژوند د ملګرې په ټاکلو کې دقت ونه کړي په حقيقت کې يې د دوو خلکو ژوند بد مرغه کړی. (محمد حجازي)
٢٥- د مور او پلار ټاکنه زموږ په لاس کې نه ده،خو کولی شو، د خپل مېړه او يا هم خپلې ښځې مور او پلار په خپله وټاکو.. (مېرمن پرل باك)
٢٦- له هغې ښځې سره واده وکړﺉ که نارينه وای نو ستاسو به تر ټولو ښه ملګری وای. (برډون)
٢٧- د خپلې ښځې سره د يو کتاب په څېر کړنې وکړی او خسته کن فصلونه يې هېڅکله هم مه لولی.ا . (سونی اسمارت)
٢٨- د يو نېکمرغه ژوندانه لپاره سړی بايد کوڼ وي او ښځه بايد ګونګه.. (سروانتس)
٢٩- واده کول د جنګ ته تللو څخه هم ډېر زړورتيا غواړي.(كريستين)
٣٠- د واده کولو څخه تر يو کال پورې ښځه او مېړه د يوه او بل نېمګړتيا نه ويني. (اسمايلز)
٣١د واده وړاندې خپلې سترګې خلاصې کړی او وروسته تر واده خپلې سترګې وتړی. (فرانكلين)
٣٢- کور پرته له ښځې ګور ده. (بالزاك)
٣٣- د مينې يوازينۍ درملنه واده کول دي. (آرټ بوخوالډ)
٣٤- واده کول هغه پيوند ته ورته دي، چې د يوې ونې څخه يې بلې ونې ته ورکوي که هغه پيوند ښه ولګيږي نو دواړه ونې ژوند کولای شي او که بد نو دواړه مړه کيږي. (سعيد نفيسی)
٣۵- واده کول د دريو اونيو ملګرتيا، دريو مياشتو مينه، د دريو کالو جګړه او د دېرشو کالو زغمل دي (ټن)
٣٦- خاوند د کور (مغز) او ښځه د کور (زړه) ده.(سيريوس)
٣٧- مينه د واده کولو سباوون دی او واده کول د مينې ماښام ده. (بالزاك)
٣٨- مخکې تر واده مې د اولادونو په اړه شپږ نظريې درلودې، خو اوس شپږ اولاده لرم او هېڅ نظريه نه لرم. (لرډ لوچسټر)
٣٩- هغه کسان چې زيار باسي تر څو ښځې وپيژني، يوازې به د ښځو سره په واده کولو بريالي شي. (بن بيكر)
٤٠- د واده کولو سره نارينه په خپل تېر شوي وخت کرښه باسي او ښځه په خپل راتلونکي کرښه باسي. (سينكالويس)
٤١- رښتيني خوښۍ د واده کولو څخه وروسته تر لاسه کيږي. (پاستور)
٤٢- په هره توګه چې وي واده وکړﺉ، ځکه چې که مو ښه ښځه په برخه شي نو ډېر به نېکمرغه ياست او که مو بده ښځه په برخه شوه نو يو لوی فيلسوف به درنه جوړ شي. (سقراط)
٤٣- جنګ ته د تللو څخه مخکې ځانته دوه ځلې دعا وکړه او د جينۍ د غوښتلو څخه مخکې درې ځلې ځانته دعا وکړه. (د لهستانی د پوهانو څخه)
٤٤- د خاوند منونکې اوسه، تر څو د هغه خوښه شې. (كارول بيكر)
٤٥- زه يوازې د هغه چا سره واده کوم، چې لرغون پېژندونکی وي، ځکه چې که هر څومره زړېږم نو هغه ته به هغومره د منلو وړ کيږم او د هغه به خوښېږم. (آگاتا كريسټی)
٤٦- هر څومره چې متاهلان (واده شوي) ډېر شي هغومره به جنايتونه کميږي.. (ولټر)
٤٧- هېڅ شی هم د نارينه غرور نه لوړوي،پرته د واده کولو، ځکه چې سړی تل ښځه خپل ځان پورې اړونده ګڼي. (جانسون)
٤٨- ښځه د يوه غريب سړي سره واده کول غواړي او نه غواړي له هغه چاسره واده وکړي، چې ښه اورېدونکی نه وي. (كينهابارډ)
٤٩- د يوه انسان اصل او نسب هغه وخت پېژندل کيږي، چې د يوې کوچنۍ مسلې پر سر ستونزه راولاړوي. (شاو)
٥٠- کله چې د خپل واده لپاره ډېر مصرف وکړﺉ نو يوه شپه به مېلمانه خوشحاله کړﺉ خو ځان به د ټول عمر لپاره نا ارامه کړې. (ايرلنډي ورځپاڼه چلوونکی)
٥١ – هېڅ ښځه د خدای (ج) د رضا لپاره د نارينه سره واده نه کوي. (اسکاټلنډي متل)
٥٢ – که په قرض زوم شوې نو په خندا خدای په اماني وکړه. (الماني متل)
٥٣ – تر هغه پورې دې چې واده نه وي کړی نه شې کولای تر څو د واده په اړه خپل نظر څرګند کړې. (شارل بوډلر)
٥٤ – د واده دوام موندل يوه برخه مينه او نهه برخې بښنه ده. (اسکاټلنډي متل)
٥٥ – واده کول د نارينه د تکامل لپاره يوه پديده ده. (سانسګريتي متل)
٥٦ –له واده مخکی مو سترګی پرانيزیء او له واده ورسته پری کتل وکړﺉ .(حجازي)
٥٧ – واده د دوو کسانو ترمنځ هغه قرارداد ده، چې په تولې نړۍ کې د منلو وړ ده.
(مارك ټواين)
٥٨ – واده کول د و خوندونو هغه ټولګه ده، چې د تريخوالی، تريووالی، خوږوالی او پيکه توب سرليکونه يې په خپله لمن کې رانغښتي دي. (ولټر)
٥٩ – واده کول او نه کول دواړه د پښيمانۍ لامل دي
- د ټوکې خبرې د ځان عادت مه جوړوه
- د خلکو پۀ مخ کې خلک مه خجالت کوه .
- يوه خبره په بل باندې مه بوج کوه .
- د خنديدونکو خبرو څخه ځان وساته .
- خپل ځان د ښځو پۀ شان مه جوړوه .
- دخپل ځان صفت او د خپل اهل صفت چا ته مه کوه .
- هر وخت د خپلو زامنو مراد مه پوره کوه .
- خپله ژبه وساته .
- د خبرو په وخت کې خپلو لاسونو ته ټک مه ورکوه .
- د هر کس عزت وساته .
- د مړي بدي مه بيانوه ځکه چې ګټه نه لري .
- چې توان لرې جنګ ته غاړه مه ږده.
- پۀ کارونو کې تلوار مه کوه .
- چا چې وپېژندلې هغه وپېژنه .
- د غوسې پۀ وخت کې د هوښيارتيا خبرې مه کوه .
- د لمر د راختلو پۀ وخت کې سيوري ته ودرېږه .
- کله چې په لاره روان وې نو ښي او چپ خواته مه ګوره بلکې خپلې لارې يعنی خپلې مخې ته ګوره .
- چې وس دې وي پۀ اوښ مه سورېږه.
- د مېلمه په مخ کې مه پۀ قهر کېږه .
- پۀ مېلمه کار مه کوه .
- د لېونيانو او مستانوسره خبرې مه کوه .
- تکبر او بداخلاقي مه کوه .
- د خلکو دښمني خپل ځان ته مه راوړه .
- په هره ګټه او تاوان کې خپل عزت مه بايله
Significances of the prayers
Fajar – increases the complexion or noor
Zohar – increases Income
Asar – Improves health
Maghrib – good future 4 u r children
Esha – peaceful sleep
********************
Prayer is a free outgoing call to GOD
No network or battery problem
Always good signal & all messages sent
Make prayer a habit and Remember me in your prayer
********************
Never cry for any relation in life
Because for the one whom you cry Does not deserve your tears
And the one who deserves will never let you cry
********************
People are made to be Loved and Things r made to be Use
The confusion is in the World because People are being Used and Things r being Loved
********************
Love Can Be Anything Everything And Nothing
Its Everything To Those Who Have It
It Could Be Anything To Those Who Want It
And Its Nothing To Those Who Lock Up Their Hearts And Throw Away The Key
********************
When a Person Can Find Your Sorrows behind Your Smile
Words behind Your Silence
And Love Behind your Anger, you can believe you have found your Best Relation
او بغير له شک روژې هم داسې کول منع دي مګر هغه څوک چې دايم په روژه نيولو يا په مياشت کې دری ورځې په روژه نيولو عادت وي .
عَنْ أَبِي هُرَيْرَةَ رضی الله عنه عَنِ النَّبِيِّ صلی الله عليه وسلم قَالَ: «لا يَتَقَدَّمَنَّ أَحَدُكُمْ رَمَضَانَ بِصَوْمِ يَوْمٍ أَوْ يَوْمَيْنِ إِلاَّ أَنْ يَكُونَ رَجُلٌ كَانَ يَصُومُ صَوْمَهُ فَلْيَصُمْ ذَلِكَ الْيَوْمَ». (بخارى: 1914)
ژباړه : ابوهريره رضی الله عنه روايت کوي چې جناب نبی کريم صلی الله عليه وسلم فرمايي : د د تاسې څخه بايد هيڅ څوک هم د رمضان څخه يو يا دوې ورځي مخکی روژه ونه نيسي ، مګر هغه څوک چې په روژه نيولو مقيد وي ( مثلاً د دوشنبه ، پنجشنبه .. روژه ) نو داسې کس ته د روژي نيولو اجازت شتته .
بل حديث شريف کې راغلی دی : من صام اليوم يشک فيه الناس فقد عصی أبا القاسم ( نسايي او ابوداؤد )
يعنې څوک چې په داسې ورځ روژه ونيسي چې خلک په رمضان او نه رمضان کې شکمن وي نو داسې کس د ابو قاسم ) رسول الله صلی الله عليه وسلم ) له امر او فرمان څخه سر غړونه وکړه .
دا مطلب له آن لاين اسلامې لارښود څخه اخیستل شوی.
اې اسحاقه ! الله تعالى په خپل كتاب كي فرمايلي دي، تاسي ما ياد كړئ زه ستاسي دعا قبولوم، (( سورت غافر آيت ۶۶ )) موږ يې له وختونو راهسي يادوو خو زموږ دعا نه قبلېږي .
ابراهيم رحمه الله و فرمايل :
اې د بصرې خلكو، ستاسي په زړه كي لس څيزونه مړه شوي دي :
اول :: تاسي الله تعالى پېژندلى خو د هغه حق مو نه دى ادا كړى .
دوهم :: تاسو د الله تعالى كتاب واياست، خو په هغه باندي عمل نه كوئ .
درېيم :: تاسي د حضرت محمد (ص) سره د ميني دعوه كوئ، خو د هغه سنت پرېږدئ .
څلورم :: تاسي له شيطان سره د دښمنۍ دعوه كوئ، خو په كړو وړو كي د هغه سره موافقت كوئ
پنځم :: تاسي واياست چي موږ جنت خوښوو، خو د هغه لپاره كار نه كوئ .
شپږم :: تاسي واياست چي موږ دوزخ ته له تلو څخه وېرېږو، خو تاسي د هغه لپاره تيارى كوئ .
اووم :: تاسي واياست چي مرګ حق دى، خو د هغه لپاره تيارى نه كوئ .
اتم :: د خپلو مسلمانانو ورونو او خوېندو عيبونه لټوئ، تل په هغوى پسي تبليغات كوئ، خپلو عيبونه ته مو پام نه وي .
نهم :: د خپل رب نعمتونه خورئ، څښئ، خو د هغه شكر نه په خوله نه په زړه سره ادا كوئ .
لسم :: تاسي خو خپل مړي خښوئ، خو د هغوى له ژوند او مرګ نه څه نه زده كوئ .
حلية الاولياء، جلد ۸، صفحه۱۶ ، مطبوعه دارالكتاب العربي، بيروت، لبنان
ثنا : (سبحانك اللهم وبحمدك وتبارك اسمك وتعالى جدك ولا اله غيرك)
ژباړه :اى الله ! مونږ ستا دښاكس اقرار كوو, او ستا تعريفونه بيانوو ,او ستا نوم دډير بركت څښتن دى ,او ستا بزرګي ډيره لوړه ده ,او له تاپرته هيڅ دعبادت وړ نشته
تعوذ: (اعوذ بالله من الشيطان الرجيم ) ژباړه : زه په الله سره پناه غواړم له شيطان ترټلي څخه
تسميه : (بسم الله الرحمن الرحيم)
ژباړه :پيل كوم په نامه دخدای جل جلاله چې ډېر مهربان او خورا رحم كوونكى دى
سورة فاتحه : (الحمد لله رب العلمين . الرحمن الرحيم .ملك يوم الدين .اياك نعبد واياك نستعين . اهدنا الصراط المستقيم . صراط الذين انعمت عليهم .غير المغضوب عليهم. ولاالضالين . آمين .)
ژباړه :ټول تعريفونه الله لره دي ,كوم چې پالونكى دمخلوقاتو دى , ډير مهربان او خورا رحم كوونكى دى , دقيامت دورځې څښتن دى , (اى الله) مونږيواځې ستا عبادت كوو,او يواځې ستا څخه مرسته غواړو , مونږته حقه لار راوښايه , دهغو كسانو لارپه كومو چې تاسې انعام كړى , نه دهغو كسانو لارپه كومو چې ستا غضب نازل شو,او نه دګمراهانو لار, قبوله كړې ته خدايه دعا زمونږ .
سورة اخلاص (قل هوالله احد . الله الصمد . لم يلد ولم يولد. ولم يكن له كفوا احد)
ژباړه :(اى نبي!) ووايه : چې الله يو دى ,الله بې نيازه دى , نه له هغه څخه څوك زيږيدلی , او نه هغه له چا څخه زيږيدلى , او نه يې څوك سيال شته .
دركوع (دټيټيدو دمهال )تسبيح (سبحان ربي العظيم) ژباړه :پاكي بيانوم دخپل لوی پالونكي .
دقومې (له ركوع نه دپورته كيدو دمهال ) تسميع : (سمع الله لمن حمده)
واوريده الله تعالى دهغه چا (خبرې) چاچي دهغه تعريف وكړ.
دقومې (ولاړې) تحميد: (ربنا لك الحمد) ژباړه :اى زمونږ پالونكيه : يواځې تالره دي ټول تعريفونه .
دسجدې تسبيح : (سبحان ربي الاعلى) ژباړه :پاكي بيانوم دخپل لوی پالونكي .
تشهدبالتحيات (التحيات لله, والصلوة ,والطيبات ,السلام عليك ايها النبي , ورحمة الله وبركاته , السلام علينا, وعلى عبادالله الصالحين ,اشهد ان لااله الاالله , واشهد ان محمدا عبده ورسوله) .
ژباړه :ټول قولي ,فعلي ,او مالي عبادتونه الله تعالى لره دي , سلام دې وي پر تا او رحمت دالله او دهغه بركتونه ,سلام دې وي په مونږ او دالله په نيكو بندګانو باندې , ګواهي وركوم چي پرته له الله څخه بل معبود نشته او ګواهي وركوم چې محمد (صلى الله عليه وسلم ) دالله تعالى بنده او دهغه رسول دى .
درود شريف : (اللهم صل على محمد, وعلى آل محمد, كما صليت على ابراهيم , وعلى آل ابراهيم انك حميد مجيد), اللهم بارك على محمد وعلى آل محمد كما باركت على ابراهيم وعلى آل ابراهيم انك حميد مجيد.)
ژباړه :اى الله ! رحمت نازل كړه په محمد(صلى الله عليه وسلم) او دهغه پر آل (اولادونو)باندې ,لكه څنګه چي تا رحمت نازل كړى دى په ابراهيم عليه السلام او دهغه پر آل باندې , بيشكه ته دتعريف وړاودلويۍ څښتن يې . اى الله !بركت نازل كړه په محمد(صلى الله عليه وسلم )او دهغه پر آل باندي ,لكه څنګه چي تابركت نازل كړى پر ابراهيم عليه السلام او دهغه پر آل باندي ,بيشكه ته دتعريف وړ او دلويي څښتن يي .
له درود وروسته دعا : (اللهم ربنا آتنا في الدنيا حسنة وفي اآخرة حسنة وقنا عذاب النار .)
ژباړه : اى الله ! ماته په دنيا او آخيرت كې نيكي راكړه , او مونږ وساته داورله عذابه څخه .
او په ځينو رواياتو كي دادعا هم رغلې ده (اللهم اني ظلمت نفسي ظلما كثيرا ولايغفر الذنوب الا انت , فاغفرلي مغفرة من عندك وارحمني انك انت الغفور الرحيم .)
ژباړه : اى الله ! مونږ پخپل نفس ډير تيرى كړى ,او له تاپرته هيڅوك هم ګناهونه نشي بښلای ,اوس ته پخپله ځانګړې بښنې سره ما وبښه او رحم راباندې وكړه , بيشكه ته بښونكى او مهربان يې .
سلام : (السلام عليكم ورحمة الله) ژباړه :سلام دې وي پر تاسو او دالله رحمت .
دلمانځه وروسته دعا : (اللهم انت السلام ومنك السلام تباركت يا ذالجلال والاكرام .)
ژباړه : اى الله !يواځې ته سلامتي وركوونكى يې , او هم ستا له لورې سلامتي ده ته دډيربركت څښتن يې ,اى دلويۍ ولا پت خاونده .
According to a Japanese institute that does research on blood types, there are certain personality traits that seem to match up with certain blood types
TYPE O
You want to be a leader, and when you see something you want, you keep striving until you achieve your goal. You are a trend-setter, loyal, passionate, and self-confident. Your weaknesses include vanity and jealously and a tendency to be too competitive
TYPE A
You lie harmony, peace and organization. You work well with others, and are sensitive, patient and affectionate. Among your weaknesses are stubbornness and an inability to relax
TYPE B
You're a rugged individualist, who's straight forward and likes to do things your own way. Creative and flexible, you adapt easily to any situation. But your insistence on being independent can sometimes go too far and become a weakness
TYPE AB
Cool and controlled, you're generally well liked and always put people at ease. You're a natural entertainer who's tactful and fair. But you're standoffish, blunt, and have difficulty making decisions
Laughing is a gift, which cannot be rejected.
If you want to be respected respect others.
It is easy to hate, but it is healthy to love.
Time passes away but sweet memories stay.
Stolen kisses are always sweetest.
your mother’s feet. You should know that heaven lies under
Prophet more than your own life. You should have love with the holy
happiness of life. To love and to be loved is the greatest
The best way to pay for a lovely moment is to enjoy it.
It is not enough to be busy the question is what we are busy about.
Love is the salt of life.
It is not wise to wake a sleeping loin.
It is better to do well than to say well.
The wise man has his after thoughts first.
Be honest without the thought of heaven and hill.
Experience is a hard teacher, which gives the test first the lesson later.
As you saw so shall you reap.
Far away is far away only if you don’t go there.
The dog that runs after two bones cannot be successful.
Great talkers are never great doers.
A man of courage is also full of faith.
What we are is Allah’s gift to us what we become is our gift to Allah.
For every minute you are angry with someone you lose 60 seconds of happiness.
No one reaches a high position without daring.
Everything has beauty, but not everyone sees it.
He who a pit for others fall himself into it.
Barking dogs seldom bite.
No rose without a thorn.
A dog with a bone knows no friend.
Better to bend than to break.
Four things that make your body sick
a) Excessive talking
b) Excessive sleeping
c) Excessive eating
d) Excessive meeting
Four things that destroy the body
a) Worrying
b) Sorrow
c) Hunger
d) Sleeping late in the night
Four things that dry the face & take away its happiness
a) Lying
b) Being disrespectful
c) Arguing unnecessarily
d) Immorality
Four things that increase the wetness of face & its happiness
a) Piety
b) Loyalty
c) Generosity
d) Being helpful to others
Four things that stop the Rizq
a) Sleeping in the morning (from Fajr to sunrise
b) Not or irregular in Prayers
c) Laziness / Idleness
d) Treachery / Dishonesty
Four things that increase the Rizq
a) Staying up in the night for prayers
b) Excessive Repentance
c) Regular Charity
d) Zikr (Remembrance of Allah / God
خپله خاوره خپل کنڈر د کلی غواڑم
دگلونوجوڑاختر د کلی غواڑم
که دنیاجانان جانان شی زه ئے سه کڑم
زه خو خپل ساده دلبردکلی غواڑم
په جنت کےکه د خپلےخوخے ژوند وی
زه به خدائی نه مازیگر د کلی غواڑم
A void negative sources, people, places, things and habits
B elieve in yourself
C onsider things from every angle
D on”t give up and don’t give in
E njoy life today, yesterday is gone, tomorrow may never come
F amily and friends are hidden treasures; enjoy their riches
G ive more than you planned to
H ang on to your dreams
I gnore those who try to discourage you
J ust do it
K eep trying no matter how hard it seems, it will get easier
L ove yourself first and most
M ake it happen
N ever lie, cheat or steal, always strike a fair deal
O pen your eyes and see things as they really are
P ractice makes perfect
Q uitters never win and winners never quit
R ead, study and learn about everything important in your life
S top procrastinating
T ake control of your own destiny
U nderstand yourself in order to better understand others
V isualize it
W ant it more than anything
E xcellerate your efforts
Y ou are unique of all God’s creations, nothing can replace YOU
Z ero in on your target and go for it
ګرانو ورونو، د نبي (ع) په مبارکو احاديثو کې د څلوېښتو احاديثو د يادولو ډېر اجرونه په سترګو کيږي. هيله ده لاندې څلوېښت احاديث ياد کړئ او دواړو جهانونو برياليتوبونه تر لاسه کړئ.
حضرت محمدصلي عليه وسلم فرمايلي :
مَن حَفَظ َعَلي ا ُمُتِي اَربَعينَ حَدِيثًا فِي ا َمرِ دِينِهَا بَعَثَهُ اللهُ َفِقيهًا وَ كُنتُ لَه يَومَ الِقيَامَةِ شَاهِدًا وَشَهيدًا (ترمذي)
څوک چي زما دامت دديني ګټو دپاره څلويښت حديثونه جمع کړي (راټول يا يي ياد کړي او نورو خلکو ته يي ورسوي )الله تعالي به هغه سړي دقيامت په ورځ فقيه راپورته کړي ،زه به خپله دده شفاعت وکړم او خپله به دهغه شاهد شم .
۱- اِنَّمَاالاَعٌمَالُ بِالنِّيَاتِ (بخاري اومسلم) دعملونو قبليدل دنيت سره تعلق لري.
۲- مَن اَحَبَّ اَن يُبسَطَ لَه فِي ِرزقِه وَيُنسَا لَه فِي اَثَر ِه فَليَصِل رَحِمَه (متفقٌ عليه )
څوک چي خپله روزي پراخه او عمر زيات غواړي نو هغه ته ښايي، چي خپلوي ښه وپالي.
۳- اَلله ُ اَفرَحُ ِبتَوبَةِ عَبدِه مِن اَحَدِكَم سقَط َ عَلي بَعِيره وَ قَد اَ ضَلَّه فِي اَرِض فَلاةٍ (بخاري مسلم).
که له يوه کس څخه په يوه دښته يا صحرا کي خپل اوښ ورک شوي وي او هغه پيدا شي نو دغه کس به څومره خوشحاليږي – بس الله تعالي ددي نه هم زيات دخپل بنده په توبه ويستلو خوشحاليږي .
۴- مَنٌ غَشَّ فَلَيٌسَ مِنَّا (مسلم) فريب وركونكي له موږ څخه نه دي .
۵- السَاعي عَلي الاَرملة وَ المِسكين كَالمُجَاهِد فِي سَبِيل الله وَفِي رَوَاية او كَالذي يَصوم النَهَار ويَقوم الليل (بخاري مسلم).
دکنډو او محتاجو خلکو په کار کي کوښښ کوونکي داسي دي لکه مجاهدين في سبيل الله او په بل روايت کي داسي ثواب لري لکه چي د ورځي روژه او دشپي عبادت کوي.
۶- الغَيبَة ُ اَشَدُّ مِّنَ الِزّناَ (مشکوة ) غيبت کول تر زنا هم بتره دي.
۷- زنَا الٌعَيٌنِ النَّظَرُ (مشکوة) دسترګو زنا ناروا ته کتل دي.
۸- لاَيَدٌخُلُ الٌجَنَّةُ مَن لاَّ يّأمَنُ جَارُه بَواَءقَة (مسلم )
هغه سړي به جنت ته داخل نه شي چي دده ګاونډيان دده له شر او ضرر نه په امن نه شي.
۹- کُلُ مَسٌکِر ٍحَرَام (ابوداؤد) هر شي چي سړي ته نشه راولي حرام دي.
۱۰- مفتاحُ الجَّنةِ الصَّلوةُ وَمفتَاحُ الصَّلوةِ الطَّهُورُ (ترمذي). دجنت کلي لمونځ دي او دلمانځه کلي اودس دي.
۱۱- السِّوَاكُ مُطَهِّرَةُ لِّلفَم وَ مَرٌضَاةُ لِلِرّبِّ (نسايي) . دمسواک وهل خوله پاکوي او دالله (ج) دخوښي سبب ګرځي.
۱۲- اَفضَلُ الَاعمَاِل اَلحُبُّ فِي اللهِ وَالبُعضُ فِي اللهِ (ابوداؤد)
بهترين عمل دوستي دپاره دالله(ج) او دوښمني دپاره دالله(ج) وي .
۱۳- مَن بَنَا ِللهِ مَسجِداً بَنَي اللهُ لَهُ بَيتًا فِي الجَنَّةِ (بخاري مسلم ).
چا چي دخداي (ج) لپاره جومات جوړ کړ خداي (ج) دده لپاره په جنت کي ځاي جوړ کړي.
۱۴- مَآ اَسفَلَ مِن الكَعبَين مِن الِازَاِرفِي النَّاِر(بخاري اومسلم).
دهرچا پايڅي چي تر بجلکو ښکته وي هغه حصه دبدن به يي دوزخ ته ولاړه شي.
۱۵- ايَّاكُم وَالحَسَدَ يَأكُلُ الحَسَنَاتَ كَمَاتَأكُلُ النَّارُ الحَطَبَ (ابوداؤد).
دحسد او بغض څخه ځانونه وساتي ځکه چي حسد اوبغض دانسان نيکي داسي خوري لکه اور چي بوټي خوري.
۱۶- سَبَابُ المُسلِمِ فِسقٌ وَّقِتَالُه كُفرٌ (بخاري مسلم)
مسلمان لره نا لايقه وينا او په نا حقه سره وژل لويه ګناه او دکفر سره برابر دي.
۱۷- اِرحَمُوامَن ِفي الاَرِض يَرحَمُكُم مَّن فِي السَّمَآءِ (ترمذي ابوداؤد).
د ځمکې په مخلوق رحم وکړئ، هغه څوک چې په اسمانونو کې دى پر تاسې به رحم وکړي.
۱۸- لَقّينُوا مَوتَاكُم لآاِلهَ اِلَّاالله (مسلم) خپلو مړو ته دزنکندن په وخت تلقين ورکوي په کلمه د لآ اله الاالله .
۱۹- لَايُؤمِنُ اَحَدُكُم حَتيّ\' اَكُونَ اَحَبّ اِلَيه مِن وَّالِدِه وَوَلَدِه وَالنَّاِس اَجمَعِينَ (بخاري مسلم ).
ستاسي څخه هيڅ سړي تر هغي کامل مؤمن نشي کيداي ترڅو چي زما محبت له مور پلار، اولاد او ټولو خلکو څخه غوره ونه ګڼی.
۲۰- كُن فِي الدَّنيَا كَاَنَّكَ غَريبٌ اوَعَابِرِسَبِيلٍ (بخاري) . په دنيا کي دمسافر او لاري تيريدونکي په شان ګزاره او ژوندکوه.
۲۱- مَاعَمِلَ آدمُّي عَمَلا ً اَنجي\' لَهٌ مِن عَذَابِ القَبِر مِن ذِكِرالله
دالله تعالي دذکر نه ذيات دچا بنيادم هيڅ عمل دغذاب قبر نه ذيات خالصي ورکونکي نشته.
۲۲- اَفضَلُ الذِّكر لاَاله اِلاالله وَاَفضَلُ الدُّعآءِ الحَمدالله .ِ(ترمذي). بهترين دذکر لااله الاالله او بهترين د دُعا الحمدالله دي.
۲۳- مَامِن شَفِيعٍ اَفَضلُ مَنزِلَة ً عِندَاللهِ يَومَ القِيمَة غَيِره مِن القُرآنِ لاَنَبِيُّ وَلا مَلَكٌ وَلاَ ُ
دقيامت په ورځ به دالله تعالي په نزد دقرآن پاک نه زيات څوک شفاعت کونکي نه وي نه نبي ،نه فرښته او نه نور.
۲۴- لَقَد هَمَمتُ اَن آمُرَ فِتيَتِي فَجَمعُوالِي حُزَماً مِّن حَطَبٍ ثُمَّ آتِي قَوماً يُّصَلُّونَ فِي بُيُوتِهِم لَيسَت بِهِم عِلَّة ٌ فَاُحَرِقُهَا عَلَيهِم .
ځما زړه غواړي چي يو څو ځوانانو ته ووايم چي ډير بوټي راجمع کړي رايي وړي بيا زه هغي خلکو ته ورشم چي بي غذره په کورونو کي لمونځ کوي دهغوي کورونه وسوزوم.
۲۵- سَبعَة ٌ يُظِلُّهُمُ اللهُ فِي ظِلِّه يَومَ لاَ ظِلَّ اِلا َّ ظِلُّه اَلاِمَامُ العَادِلُ وَالشَّآبُّ نَشَآءَ فِي عِبَادَةِ اللهِ وَرَجُلٌ قَلبُه مُعَلّقٌ بِاالمَسَاجِدِ وَ رَجُلاَن ِ تَحَآبَّا فَي اللهِ اِجتَمَعَا عَلي ذ\'لِكَ وَ تَفَرَّقَا عَلَيهِ وَرَجُلٌ دَعَتهُ اَمرَاةٌ ذَاتُ مَنصَبٍ وَّ جَمَالٍ فَقَالَ اِنِّي اَخَافُ الله وَرَجُلٌ تَصَدَّقَ بِصَدَقَةٍ فَاَخفَاهَا حَتّي\' لاَتَعلَمُ شِمَالُه مَا تُنفِقُ يَمِينُه وَرَجُلُ ذَكَرَاللهَ خَالِيًا فَضَاخَتُ عَينا هُ.(بخاري او مسلم)
اووه کسان دي چي هغوي ته به الله تعالي دخپل (رحمت) سيوري کي په داسي ورځ ځاي ورکړي په کومه ورځ چي به دهغه سيوري نه غير بل هيڅ سيوري نه وي ۱- عادل پاچا ۲- هغه ځوان چي په ځواني کي دالله تعالي عبادت کوي ۳- هغه څوک چي دهغه زړه جوماتو سره تړلي وي (پنځه وخته لمونځ په جمع کوي کله چي يو لمونځ آدا کړي دبل په فکر کي وي) ۴- هغه دوه کسان چي دالله تعالي د رضا لپاره خپل منځ کي محبت وي ،هم په دغي دهغوي يوځاي کيدل وي او هم په دغي د دوي جدايي وي ۵- هغه کس چي يوه ښايسه شريفه ښځه يي خپل طرف ته متوجه کړي او هغه ورته ووايي چي زه دالله تعالي نه ويريږم ۶- هغه سړي چي پداسي پټه طريقه صدقه ورکړي چي بل لاس تري هم خبر نشي ۷- هغه کس چي دالله تعالي ذکر په تنهايي کي وکړي او اوښکي يي وبهيږي (يا په پټه کي د خپلو ګناوو په يادولو دالله تعالي له ويري وژاړي يا دشوق او محبت له وجي دذکر پر وخت پټ وژاړي).
۲۶- الجَنَّة ُ تَحتَ اَقدَاِم الا ُ مَّهَاتِ (مسلم). جنت دميندو تر قدمو لاندي دي.
۲۷- مَنٌ صَمَتَ نَجا َ (ترمذي) څوک چي پټه خوله شو هغه خلاص شو.
۲۸- لَآ اِيمَانَ لِمَن لآ َّ اَمَانَةَ لَه ُ وَلاَ دِينَ لِمَن لا َّ عَهدَ لَه ُ (بيهقي ).
ايمان نشته هغه چا لره چي امانتداره نه وي او دينداره نه وي هغه څوک چي پر خپله وعده وفا نه کوي (دايمان او دينداري نه مراد کامل ايمان دي .
۲۹- لا َ يَدخُلُ الجَنَّة َ خِبٌ وَّ لا َ بَخِيلٌ وَّ لا َ مَنَّانٌ (ترمذي).
فريبکاره ،بخيل او هغه څوک چي دخپل احسان منت پر بل چا اچوي جنت ته به داخل نه شي .
۳۰- آ'يَة ُ المَنَافِق ِ ثَلثٌ اِذَاحَدَثَ كَذَبَ اِذَا وَعَدَ اَخلَفَ وَاِذَا أتُمِنَ خَانَ (بخاري مسلم).
دمنافق دري علامي دي کله چي خبري کوي درواغ وايي او څه وخت چي وعده وکړي وفا نه کوي او په امانت کي خيانت کوي .
۳۱- اِنَّ ا ُمَّتِي يُدعَونَ يَومَ القِيمَةِ غُرًّا مَّحَجَّلِينَ مِن آثَاِر الوُضُوءِ (بخاري ومسلم ).
زما امت به دقيامت په ورځ په داسي حال کي رابلل کيږي چي د دوي د اوداسه اندامونه به ځليدونکي وي.
۳۲- وَيلٌ لِّلا َ عقَابِ مِنَ النَّاِر اَسِبغُواالوُضُوءَ .
دداسي بندو لپاره چي په اوداسه کي وچ پاتي شي د وَيل عذاب دي (دپښو ، لاسونو يا بل ځاي کوم بند يا برخه چي په اوداسه کي وچي پاتي شي ).
۳۳- اَلعِبَادَة ُ فِي الهَرِج كَهِجرَةٍ ِالَيَّ (مسلم)
دآزمايش په وخت کي دالله پاک عبادت کول داسي فضيلت لري لکه چي زماسره يي يو ځاي هجرت کړي وي.
۳۴- من سَرَّه اَن يُنَجِّيه اللهُ ِمن كُرَبَ يَومِ القِيَامَةِ فَليُنَفِّس عَن مُعسِر ٍ اَويَضَعَ عَنهُ (مسلم)
کوم سړي چي غواړي دقيامت په ورځ الله پاک دي له سختو نه وساتي نو هغه ته پکار دي چي ،هغه تنګ لاسه قرضدار ته مهلت ورکړي يا يي قرض بالکل معاف کړي.
۳۵- لَن يَشبَعَ مُؤِمنٌ ِمن خَير ٍ حَتّي يَكُونَ مُتهَاهُ الجَنَّة َ (ترمذي)
دمؤمن خيټه دنيکو نه تر هغه وخته نه ډکيږي ترڅو هغه جنت ونه رسوي.
۳۶- ان فِي الجَنَّةِ مِاءَةَ دَرَجَةٍ اَعَدَّ هَا اللهُ لِلمُجَاهِدِينَ فِي سَبِسل ِ اللهِ مَابَينَ الدَّرَجَتَين ِ كَمَا بَينَ السَّمآءِ وَالاَرض ِ(بخاري).
الله تعالي د في سبيل الله مجاهدينو لپاره په جنت کي سل درجي (منازل) تيار کړي دي ددوه درجو منځ کي فاصله دځمکي او آسمان د فاصلي برابر ده .
۳۷- عَينَاِن لاَ تَمَسُّهُمَا النَّارُ عَينُ بَكَت مِن خَشيَةِ اللهِ وَعَينُ بَاتَت تَحرُسُ فِي سَبِيل اللهِ (ترمذي).
دوه ډوله سترګي دي چي هغه به د دوزخ اورهم مَس نه کړي يو خو هغه چي دالله پاک له ويري ژاړي او دوهم هغه سترګي چي دالله په لاره کي دحفاظت په خاطر بيداره اوسيږي.
۳۸- مَامِن عَبدٍ مُسلِم ٍ يَدعُوا ِلاَخِيه بِظَهر ٍ الغَيبِ اِلا َّ قَالَ المَلَكُ وَلَكَ بِمِثل ٍ (مسلم).
کوم مسلمان چي دبل مسلمان لپاره پسي شا (غايب ) دعا کوي دهغه په دعا فرښتي وايي دا دعا د ستا دپاره هم دهغه په شان قبوله وي.
۳۹- مَن خَرَجَ فِي طَلَبَ العِلمِ فَهُوَ فِي سَبِيل اللهِ حَتي يَرجِع (ترمذي).
دعلم دطلب لپاره وتونکي تر څو چي بيرته نه وي راغلي هغه به في سبيل الله (دخداي ج دلاري مسافر) شمارلي شي.
۴۰- مَن يَضمَن لِي مَابَينَ لَحيَيهِ وَمَا بَينَ ِرجلَيهِ اَضمَن لَهُ الجَنَّةَ (متفقٌ عليه )
کوم سړي چي ماته د خپلي ژبي او شرمګاه د (حفاظت ) ضمانت راکړي زه هغه دپاره دجنت ضمانت ورکوم .


Kabul Time